د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د ښاري نظم له څرنګوالي څارنه وشوه

9 دلو 1403

14177.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، د ښاري نظم کمېټې له خوا د عامې روغتیا له څلورلارې څخه دهوايي ډګر تر څلورلارې پورې د سړک په اوږدو کې د ښاري نظم له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم ریاست مرستيال عصمت الله انصار په دې اړه وويل: د دې سړک په اوږدو کې د بېلابېلو برخو فعالیت کوونکو ته له وړاندې ويل شوي وو، چې په پلولارو کې دې د خپلو توکو له ایښودلو څخه ډډه وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د ښاري نظم د رامنځته کولو په موخه به، په یاده سیمه کې د ګرځنده پلورونکو د غیر قانوني فعالیت، د هټیوالو د سرغړونو او د لیني موټرو د تم کېدو مخه ونیول شي. د ښاري نظم کمېټه چې، د بېلابېلو  ادارو له استازو څخه جوړه شوې ده، خپل عملیاتي پلان په بشپړې همغږۍ سره پلی کوي تر څو د ښار په بېلابېلو سیمو کې ښاري نظم رامنځته او د سرغړونو مخه ونیول شي