د اتمې ناحیې د ۲۷م او ۲۸م ګذر اړوند د کامه وال تپې په سیمه کې (۹۴) جریبه غصب شوې ځمکه د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا تر پېژندلو وروسته، بېرته راوګرځول شوه. دیادې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې هکله وويل: يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په تېرو کلونو کې په بېلابېلو پلمو د دې ځمکې په ځينو برخو کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی وو، چې بېرته راوګرځول شوه او ټول جوړ شوي تأسیسات به بېرته ویجاړ شي. ښاغلي عثماني زیاته کړه، اوس ياده ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده، چې په راتلونکي کې د پراختيايي پلانونو پلي کولو ته چمتو ده. کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې، تر غصب لاندې ځمکې به بېرته راوګرځوي، فرصت غوښتونکو او قانون ماتوونکو ته به وخت ور نه کړل شي چې د کابل ښاروالۍ اړوند او له نورو دولتي ځمکو او ملکیتونو څخه شخصي ګټه پورته کړي
په اتمه ناحیه کې۹۴ جریبه غصب شوې ځمکه بیرته راوګرځول شوه
10 دلو 1403