د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له لوري د بګرامیو د منډوي او د کارته نو په بازارونو کې د ۴۳ مې ګڼې نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنې وشوه. د یاد کمیسیون د یوه غړي مفتي ذبیح الله په وینا؛ د ښار په کچه د نرخنامې له تطبیق څخه څارنې روانې دي او هغه کسان چې، د نرخنامې مطابق خپل توکي پلوري وبه هڅول شي او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، پلورونکي باید انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي دې د کابل ښاروالۍد نرخنامې مطابق وپلوري، له نرخنامې څخه د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به سرغړونکي له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د یادونې وړ ده چې، ټولو پلورونکو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی چې، نرخنامه د لید وړ او په مناسب ځای کې نصب کړي. له ټولو پلورونکو څخه غوښتنه کیږي چې، د نرخنامې د کلتور د دودولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي
د بګرامیو د منډوي او کارته نو په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه
11 دلو 1403