د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بېلابېلو ناحیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

13 دلو 1403

14208.jpg (1820 × 1024)

 د څلورمې، لسمې، ۱۱مې، ۱۵مې، ۱۷مې، ۱۸مې او ۱۹مې ناحیو د تخنیکي او ښاري پراختیا آمریتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ چې، د (مدیریتي او تخصصي مهارتونو) تر عنوان لاندې جوړ شوی ؤ، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. د پنځلسمې ناحيې رئیس انجنير عبيدالله شېرزاد دیاد ورکشاپ په اړه وويل: د دغه ورکشاپ  ترسره کېدل؛ د کاري مهارتونو د کچې د لوړولو لپاره ځکه د اهمیت ده چې، کارکوونکي ښاریانو ته د معیاري چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره نور هم چمتو شي. ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، په دې ورکشاپ کې د کاري تشو د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه، ګډون والو ته د اداري مسایلو سربېره، د مسلکي او تخنیکي معیارونو په اړه  هم هر اړخیز معلومات ورکړل شول. دغه راز د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو ریاست د ښوونې او ظرفيت لوړولو آمر حميدالله عطايي وويل: د ورکشاپ ګډون والو ته د مدیریتي او تخصصي مهارتونو د لوړولو، کاري وړتیاوو، د اجرااتو د ښه والي، د تولید د زیاتوالي، د تصمیم نیولو د وړتیا پيدا کولو، د سازماني همغږۍ رامنځته کولو، د ادارې او مدیریت د اصولو، د چاپېریالي اغیزو د عواملو تحلیل او ارزونې، د کاري ستونزو د حل او د فني او تخنیکي دندو د ترسره کولو پر مهال د انجینرۍ مسایلو د مراعاتولو په اړه ګټور معلومات وړاندې شول