د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې لپاره نوی رئیس وټاکل شو

14 دلو 1403

14212.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، حاجي عبدالرحمن اخندزاده په دویم بست کې د شلمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ د مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.  په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ دمقام د دفتر رئيس د چارو د چټکتيا او همغږۍ په اړه د دې سترې ادارې د مشرتابه سپارښتنې څرګندې کړې او ويې ويل: په اداره کې د چارو د سمون او ښه والي په موخه، بدلون یو اصل دى. نوموړي زیاته کړه چې، ښاغلی اخندزاده یو ژمن او صادق شخص دی او ښه کاري تجربه لري. ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري، چې د ښاریانو رضایت د ترلاسه کولو په موخه به د کابل ښاروالۍ ټول کارمندان خپلې چارې په مسئولیت او  ایماندارۍ ترسره کړي. نوموړي د شلمې ناحیې کارکوونکو ته په ټینګار سره وویل چې، مراجعینو ته دې د خدمتونو وړاندې کولو او د ښاري مدیریت په برخه کې خپلې ورسپارل شوې چارې په مسئولیت ترسره کړي ترڅو د ورورولۍ او صمیمیت فضا رامنځته شي