د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ په راتلونکي پسرلي کې د سلګونه زره نیالګیو کېنولو ته چمتوالی لری

14 دلو 1403

14218.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اړوند قوریو، ګلخانو او شنو خونو له لارې د سلګونه زره نباتي بوټو د روزنې او پالنې چارې تر لاس لاندې دي چې، د ۱۴۰۴ کال په پسرلي کې به د کابل ښار په اړونده ساحو کېنول شي. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل: د کابل ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په برخه کې ارزول شوي پلانونه تر لاس لاندې دي چې، یو له هغو څخه د سلګونه زره مرسل او نورو فصلي ګلانو، میوه لرونکو او بې میوې نیالګیو  روزنه او پالنه ده، چې   د تېر کال په پرته د نباتي بوټو په روزنه او پالنه کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړه، دغه بوټي به په مناسبو ځایونو کې په معیاري توګه کېنول شي.اوس مهال د زرغونتیا ریاست کارکوونکي په (۹) قوریو، (۵۰) شنو خونو او (۲۰) ګلخانو کې د نباتي بوټو په ساتنه او پالنه بوخت دي. دغه راز د قرغې بند، تنګي غارو، د خیرخانې د لومړۍ برخې په پارک او کارته سه سیمه کې د (۴) ګلخانو د جوړولو چارې روانې دي. د دې سربېره د زرغونتیاریاست کارکوونکي د ښار په کچه له زرغونو سیمو او پارکونو څخه په دومداره توګه څارنه او ساتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې، د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست هر کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې د ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې سلګونه زره نیالګي او ګلان کېنوي او له هغو څخه ساتنه او پالنه یې کوي