د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو لپاره د مناسب چاپېریال او کاري خوندیتوب د رامنځته کولو په موخه، د دغه ریاست په انګړ کې د دوو نویو اداري ودانیو د جوړولو چارې د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره روانې دي. دغه دوه ودانۍ په (٧٠٠) او (٨٠٠) متر مربع ځمکه کې ډيزاين شوي دي، چې يوه يې په دوو پوړونو کې جوړېږي. په دغه ودانۍ کې (٢٤) خونې د کاري وسايلو د ساتلو لپاره په پام کې نيول شوې دي، او دویمه ودانۍ یې، د یوې تهکوۍ په ګډون په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې په هغې کې د خیاطۍ خونه، پخلنځی، د خواړو خونه، روغتیایی کلینیک، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي. د دغو دوو ودانیو د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر اوسه (۷۵) سلنه پرمخ تللې دي او پلان له مخې به په راتلونکو (۳) میاشتو کې بشپړې شي. د تنظیف ریاست چې د کابل ښاروالۍ یو له مهمو ریاستونو څخه دی، د کابل ښار د پاکوالي په برخه کې فعالیت کوي؛ اړتیا ده چې د دې رياست کارکوونکو ته لا ښې کاري آسانتياوې برابرې شي ترڅو خپلو ښاریانو ته په خپل وخت غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي
د تنظیف ریاست د نوېو اداري ودانیو د جوړولو چارې د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره روانې دي
15 دلو 1403