د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول کمیسیون د نرخنامې جوړولو په موخه غونډه ترسره کړه

15 دلو 1403

14225.jpg (1820 × 1024)

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره کړه چې، په هغه کې ۴۴ ګڼه نرخنامه جوړه شوه او په دې نرخنامه کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پام وړ ټېټې شوې دي. په دې غونډه کې تر بحث او خبرو وروسته د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړوالي، له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد د وارداتو د څرنګوالي او د اسعارو د نرخ بدلون ته په کتو پرېکړه وشوه چې، د نرخونو د کنټرول په موخه دې د مسئولانو څارنې لا ګړندۍ شي ترڅو ښاریان وکولای شي په مناسب قیمت او ښه کیفیت خپل د اړتیا وړ توکي د کابل له بازارونو څخه ترلاسه کړي، په ډالر د توکو له پلورلو څخه مخنیوی وکړي او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي. دا کمیسیون د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو، د استخباراتو ریاست، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، کسبګرو، هټیوالو، د نفت او ګاز امارتي شرکت، ستندرد ادارې او د اصنافو له استازو جوړ دی، چې د بازارونو وضعیت ته په کتو غونډه ترسره کوي او د اجرا په موخه اړینې پرېکړې کوي