الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د درېیم مکروریان اړوند بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیت څرنګوالی و ارزول شو

16 دلو 1403

14229.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې  اړوند د درېیم مکروریان په بازارونو کې د یادې ناحیې د مسؤلینو له لوري د بېلابېلو اصنافو نظم او فعالیت وارزول شو او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: د یادې سیمې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي، د توکو له کیفیت او نېټې، صنفي جواز، حفظ الصحې او د قصابیو، نانوایانو او رستورانتونو د کارکوونکو د روغتیا کارت له شتون څخه څارنه وشوه. نوموړي زیاته کړه چې، د څارنو په لړ کې فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه ترڅو په خپل فعالیت سره د پلو لارو او سړکونو د بندېدو لامل ونه ګرځي او پر ګرځنده پلورونکو هم ټینګار وشو چې، د ګڼه ګوڼې او بې نظمۍ له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي