الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري خدمتونو محصول د راټولولو څرنګوالی و ارزول شو

16 دلو 1403

14231.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري خدمتونو د محصول د را ټولولو (د صفايي کتابچې تصفیه او د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو محصول) څرنګوالی و اروزل شو، او په پایله کې هغه کسان چې حساب یې تصفیه کړی ؤ وهڅول شول او هغه کسانو ته چې، په دې برخه کې بې پروايي کړې وه اړینې سپارښتنې وشوې. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد په دې هکله وویل: د یادې ناحیې له عوایدي سرچینو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل کیږي او عواید چې د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو لویه سرچینه ده، ښاریان یې باید په ورکولو کې ناغیړي ونه کړي.