د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.75 افغانی
1 یورو 75.76 افغانی
1 درهم 19.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 251 افغانی
1 هندی 786 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو په اوږدو کې د اوبو رسونې او اطفایې شبکو جوړولو د څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه

16 دلو 1403

14235.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ، اوبو رسونې او ښاري فاضلاب او پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاستونو ترمنځ د کابل ښار د سړکونو په اوږدو کې د اوبو رسونې او اطفایې د شبکو جوړولو د څرنګوالي په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د اوبو رسونې او ښاري فاضلاب ادارې رئیس مولوي غلام رحمن کظیم او د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست عملیاتي مرستیال حافظ احسان الله رحیمي، د سړکونو له جوړېدو مخکې د آبرسانۍ او اطفایې د شبکو جوړولو، د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د سړکونو او پلو لارو د بې ځایه کېندنو په اړه بحث او خبرې وکړې او د یادو ادارو ترمنځ یې په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ. د ودانیزو چارو مرستیال د ښار په کچه د سړک جوړونې پلانونو د پلي کېدو او د اوبو رسونې او فاضلاب شبکو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دې لپاره چې، د سړکونو له بې ځایه کېندنو څخه مخنیوی وشي اړتیا ده چې، د کابل ښاروالۍ د پروژو د پلي کېدو په وخت کې د اوبو رسونې او اطفایې د شبکو لپاره ځای ریزرف شي او په همدې توګه د ښاري سکټور ادارو ترمنځ په دې برخه کې همغږي ډېره شي. په همدې توګه د اوبو رسونې او ښاري فاضلاب ادارې رئیس او د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست عملیاتي مرستیال د کابل ښاروالۍ له لوري د سړک جوړونې پروژو له پلي کېدو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د یادو پروژو د پلي کېدو، د ښاري تاسیساتو او ښاري زیربناو د ساتلو په برخه کې به دوامداره همکاري کوي. له بده مرغه په تېر کې د ښار په کچه یو شمېر سړکونه د همغږۍ نشتون له کبله د اوبو رسونې، برښنا او انټرنت د شبکو جوړولو په موخه په غیر معیاري توګه کېندل شوې او په ویجاړ حالت پرېښودل شوې دي.