د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه فتح الله په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

17 دلو 1403

14242.jpg (1820 × 1024)

د یو شمېر ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست له لوري د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره اړینې سپارښتنې وشوې. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په وینا؛ په یاده سیمه کې د خوراکي توکو له نرخ او په نانویانو کې د وچې ډوډۍ له وزن څخه څارنه وشوه او هغه کسان چې، د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق یې خپل توکي پلورل وهڅول شول او سرغړونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې. نوموړي زیاته کړه چې، پلورونکي باید د پلور پرمهال انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د نرخنامې مطابق او په همدې توګه وچه ډوډۍ هم باید په ټاکلي وزن او لوړ کیفت سره وپلوري، ځکه د بهرنیو اسعارو بیې د افغانیو په وړاندې بېرته ټېټې شوې دي او د وارداتو په برخه کې هم محدویت نشته. هیله ده چې، ټول ښاریان د نرخنامې کلتور د دودولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره مرسته وکړي.  دغه راز ټولو اصنافو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی چې، نرخنامه د لید وړ او په مناسب ځای کې نصب کړي. د یادونې وړ ده چې، له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول کمیسیون له لوري په وروستی ناسته کې پرېکړه شوې ده چې، په ډالرو د توکو له پلورلو څخه باید په کلکه ډډه وشي او سرغړونکي له جدي قانوني چلند سره مخ کیږي.