د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.75 افغانی
1 یورو 75.76 افغانی
1 درهم 19.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 251 افغانی
1 هندی 786 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیزو توکو د کیفیت د کنټرول او ازمویښت په اړه رونیز ورکشاپ پیل شو

18 دلو 1403

14257.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تخنیکي او فني څانګو کارکوونکو ته په ټولګټو پروژو کې د توکو د کیفیت د کنټرول او ازمویښت په اړه لس ورځنۍ رونیز ورکشاپ نن پیل شو. د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر،له ټولګټو چارو وزارت، د پولي تخنیک پوهنتون له استادانو او د کابل ښاروالۍ له انجنیرانو چې، د دې ورکشاپ په لاره اچولو کې یې همکاري کړې ده مننه وکړه او ویې ویل: دا ورکشاپ د فني او تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په لار اچول شوی دی ترڅو وکولای شي د ټولګتو پروژو د پلي کولو په وخت کې د ودانیزو توکو په کارولو کې کیفیت او معیارونه په پام کې ونیسي. نوموړي د ښاري سکټور د ادارو ترمنځ د تجربو شریکول اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې، د دې ورکشاپ په ترسره کېدو سره به د ټولګټو پروژو د کار په کیفیت کې مثبت بدلون راشي. ورته مهال د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح او د ورکشاپ نورو ګډونوالو هر یوه په خپلو خبرو کې د مسئولیت منلو په حس ټینګار وکړ او ویې ویل: د پروژو د پلي کېدو په وخت کې هېوادونۍ مینه او د مسئولیت منل ډېر اړین دي او ددې ورکشاپ له لارې به د پروژو کنټرول کوونکي له نویو عملي او مسلکي معیارونو سره بلد شي. د یادونې وړ ده چې، د ودانیزو توکو د کیفیت د تضمین په موخه د پروژو مواد لومړۍ په لابراتوار کې ازمویل کیږي.