د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.75 افغانی
1 یورو 75.76 افغانی
1 درهم 19.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 251 افغانی
1 هندی 786 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او څرنګوالي څارنې روانې دي

20 دلو 1403

14259.jpg (1820 × 1024)

د کابل هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د ښار په کچه سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او څرنګوالي څارنې روانې دي چې، په پایله کې یې یو شمېر د هوا ککړونکې سرچینې اصلاح شوې او په یو شمېر ودانیو کې د مرکز ګرمۍ لپاره د لوګي د تصفیې فلټرونه نصب شوي دي. دغه راز له سرغړونکو څخه په لیکلې بڼه ژمنه اخیستل شوې ترڅو هرڅه ژر د لوګي د تصفیې فلټر نصب او له مرکز ګرمۍ څخه د ګټه اخیستلو پرمهال یې فعال وساتي. تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسئولینو د ودانیو مالکانو ته سپارښتنه کړې وه چې، د لوګي د تصفیې فلټر باید د مرګز ګرمۍ د داش د ډول او ظرفیت سره برابر وي او فعال وساتل شي. په همدې توګه د داش له فعالولو مخکې باید فلټر فعال وي او وروسته پکې سون توکي واچول شوي ترڅو د داش له بندېدو مخنیوی وشي او د ډېر لوګي د تولید لامل ونه ګرځي. د لوګي د تصفیې فلټر باید هره ورځ چک او پاک شي او که چېرې تخنیکي ستونزه ولري، نو ژر تر ژره دې د جوړولو په اړه اقدام وشي