د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو څخه ۳۸۸۳ کیلو ګرامه تېر وخته توکي راټول شول

14264.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۳۸۸۳) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۱۴۳) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندی ساتلو په موخه، د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې څانګې له لوري څارنې روانې دي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. په همدې توګه فعالیت کوونکي باید د توکو پلورلو پر مهال له لوډسپیکرونو څخه په کار اخیستنې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل ونه ګرځي.