الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند په سیمه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وشو

21 دلو 1403

14266.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحيې مسئولينو  د دې ناحیې اړوند د قرغې بند په شاوخوا کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام کړى، چې په پايله کې يې يو شمېر جوړ شوي غير قانوني تاسيسات ويجاړ کړي دي. د څوارلسمې ناحيې د ښاري خدمتونو آمر عبدالحق حقيار په دې اړه وويل: په تېرو کلونو کې يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو د قرغې بند شاوخوا ځمکه کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی ؤ چې، تر پېژندنې وروسته یې د ویجاړولو په اړه اقدام شوی. نوموړي زياته کړه: تر اوسه (۳۰) جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې او دا لړۍ دوام لري، د غونډیو په لمنو کې له زرغونو سیمو او د قرغې بند سړک په شاوخوا کې ناقانونه غرفې او نور تأسیسات بېرته ویجاړېږي، ځکه د دغو خپلسریو له امله د یادې تفریحي سیمې چاپېریال او طبیعي ښکلا ته زیان رسېدلی دی.  کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو بېرته راوګرځولو ته ژمنه ده او فرصت غوښتونکو او قانون ماتوونکو ته به اجازه ورنکړي چې له امارتي ځمکو  څخه شخصي ګټه پورته کړي.