الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې ۸،۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه

21 دلو 1403

14268.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا د اتمې ناحیې اړوند د کامه وال تپې په سیمه کې، (۸،۵) جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وويل: په تېرو کلونو کې يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو په یاده ځمکه کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی ؤ چې، تر پېژندنې وروسته یې د ویجاړولو په اړه اقدام وشو. ښاغلي عثماني زياته کړه،اوس دغه ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده او د پراختیایي پلانونو پلي کولو ته چمتو ده. کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو بېرته راوګرځولو ته ژمنه ده او هېڅ فرصت غوښتونکي او قانون ماتوونکي ته به اجازه ورنکړل شي چې د کابل ښاروالۍ او له نورو امارتي ځمکو  څخه شخصي ګټه پورته کړي.