الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نود یک فامیلیو په سیمه کې د ښاري پراختیا پروژې د لومړۍ برخې چارې روانې دي

21 دلو 1403

14270.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د تلپاتې ودې په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اولسمې ناحیې اړوند په نود یک فامیلیو سېمه کې د ښاري پراختیا پروژې د لومړۍ برخې چارې د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره روانې دي. د دې پروژې په لومړۍ برخه کې چې، په (۱۴۱۸) متر مربع ځمکه کې د لسو پوړونو په درلودلو سره پلې کېږي، د دوه بلاکونو جوړول په پام کې نیول شوي دي چې، لومړی پوړ یې سوداګریز او پاتې (۹)پوړونه به یې استوګنیز وي. په دغو دوو بلاکونو کې د (۱۰۸) استوګنیزو آپارتمانونو، هټیو او لوی پلورنځي،د زرغونو سیمو، پلو لارو، پارکینګونو او نوورو بنسټیزو اړتیا وو جوړول هم شامل دي.  کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د پروژو د پلي کولو په موخه، د ځمکې د استملاک پرځای له پرمختللو او نویو کړنلارو (د ځمکې بیا تنظیم  او پراختیا ) څخه د کابل ښار د تلپاتې ودې لپاره کار واخلي. د یادولو وړ ده چې، کابل ښاروالۍ په پام کې لري څو په راتلونکي کې د تخنیکي سندونو له چمتو کولو او د تدارکاتي پړاونو له ترسره کولو وروسته د یادې پروژې د دویمې برخې د پلي کېدو چارې پیل کړي.