الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د آزادۍ پارک د بیارغونې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللي دي

22 دلو 1403

14277.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له خوا د ۱۷مې ناحيې اړوند د خيرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د آزادۍ پارک د بیارغونې چارې چې څه موده وړاندې پيل شوې وې، تر اوسه (۶۵) سلنه پرمخ تللي دي. د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل: د دغه پارک د بیا رغولو په پروژه کې چې، (۱۰۰) زره متره مربع مساحت لري، د احاطې دیوال، پلولارو او شنو خونو جوړول، د پارک د ځمکې هوارول او نرمول، د کرنیزې خاورې لېږدول، د ډول ډول نیالګیو او ګلانو کېنول او د چمن کرل شامل دي. دغه پارک چې د کابل په شمال کې يو له مهمو پارکونو څخه شمېرل کېږي؛ تر دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له خوا ډول ډول نيالګي پکې کېنول شوي او په راتلونکي کې به نور هم پراختيا ومومي.