د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اتمې ناحیې د مسئولینو فعالیتونه و ارزول

22 دلو 1403

14279.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اتمې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه، اود دې ناحیې د مسئولینو کړنې او فعالیتونه یې و ارزول. د دې ارزونو په ترڅ کې هغه کارکوونکي چې په خپلو دندو کې یې ځنډ او غفلت کړی وي، د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري ورسره جدي او قانوني برخورد ترسره کېږي. دغه راز  کابل ښاروال په دې وروستیو کې د ښاري خدمتونو د بهیر د چټکتیا په موخه، د پنځمې، شپږمې، اوومې، لسمې، یوولسمې او دولسمې ناحیو د مسئولینو کړنې  هم ارزولې دي. نوموړي د چارو د چټکتیا، د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او د وضعیت د ښه والي په موخه، اړوندو مسئولینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وويل: د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زيات کار ته اړتيا ده، مسئولین باید په خپلو دندو کې ځنډ او غفلت ونه کړي، ځکه دا د کابل ښاروالۍ مشرتابه او  ښاریانو ته د منلو وړ نه ده. دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړه چې، موږ به د مجازاتو او مکافاتو له اصولو سره سم چلند وکړو، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د ټولو ښاریانو خدمتګار وي، د دې ادارې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، او د ایماندارۍ او صداقت په ګاڼه سمبال وي. همدا شان نوموړي په جدي توګه مسئولینو سپارښتنه وکړه، چې د ښاري نظم د تأمین، د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو په ترسره کولو او د ښاري مدیریت اړوند د یو شمېر نورو مسایلو په برخه کې دې ورسپارل شوي دندې او مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي