د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې روانې دي

23 دلو 1403

 14283.jpg (1820 × 1024)

د ښار د پراختیا او د کور جوړولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې له لوري روانې دي. په دې سیمه کې یو دولس پوړیز بلاک او یو اته پوړیز بلاک د یوې تهکوۍ په ګډون په ټولیزه توګه ۱۲۳۴ متر مربع ځمکه د جوړېدو په حال کې دی چې، یوه تکهوي او دوه پوړونه یې سوداګریز او پاتې نور یې استوګنیز دي. په دې بلاکونو کې په ټولیزه توګه ۷۶ آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي په نظر کې نیول شوي دي. په یاده پروژه کې زرغونې سیمې، پلې لارې، د ۱۵۰۰ متر مربع په مساحت وسایطو پارکینګ، د برښنا بُرج، د فاضلاب تصفیه خونه، د مرکز ګرمۍ سیستم، د ساتونکي خونه او نورې اساسي اړتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.کابل ښاروالي پلان لري ترڅو د پروژو په پلي کولو کې د ځمکو د استملاک پر ځای د پرمختللې نوې کړنلارې (د ځمکو بیا تنظیم او پراختیا) څخه د کابل ښار د  پراختیا په برخه کې کار واخلي.