د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د امنیت ښارګوټي د کانال پاکولو چارې پیل شوې

14289.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د دوولسمې ناحیې اړوند د امنیت ښارګوټي د کانال پاکولو چارې پیل شوې. د تنظیف ریاست د کانالونو د آمر انجنیر نوید احمد شېرزاد په دې اړه و ویل؛ له بده مرغه دغه کانال د یو شمېر ښاریانو د بې پروايۍ او په کې د کثافاتو اچولو له امله بند شوي ؤ. نوموړي زیاته کړه، یاد کانال چې (۲) کیلو متره اوږدوالی، او له یو متر څخه تر (۱.۲) مترو پورې سور لري، په اساسي توګه به بیا پاک شي. ښاغلي شېرزاد د دې کانال په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د کانال پاک ساتلو ته پام وکړي څو په راتلونکې کې بیاځلي بند نشي