د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پُل خشتي او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ ترځمکه لاندې مارکېټ د جوړولو چارې روانې دي

24 دلو 1403

14291.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکتور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند له پُل خشتي څخه تر سپاهي ګمنام چوک پورې تر ځمکې لاندې یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې چې، د روان کال په بهیر کې پیل شوې وې؛ تر اوسه (۹۰) سلنه مخته تللې دي. دغه مارکېټ د (۷۲۸۰) متر مربع مساحت په درلودلو سره په یوه پوړ کې د جوړېدو په حال کې دی چې، د ډیزاین له مخې په هغه کې (۳۶۰) هټۍ، (۶) د وتلو او ننوتلو دروازې، تنشابونه، ښاري او لمریزه برښنا، د اور وژنې سیسټم او برښنايي زینې په پام کې نیول شوي دي او  د جوړولو  چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په معیاري توګه بشپړې شي.