د اتمې ناحیې د مسئولینو له لوري د کارته نو په بازار کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو او یاده سیمه له غصب او ناقانونه تاسیساتو پاکه شوه. د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني په وینا؛ له بیا بیا خبرتیا وروسته، په یاده سیمه کې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونې، په پلو لارو کې خنډونه او په زرغونو سیمو کې جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او یو شمېر نورو ښاري سرغړونو ته رسېدنه وشوه. نوموړي زیاته کړه چې، د قانون د حاکمیت په موخه د یادې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم د حمایوي او تقویتي برنامو له لارې څارل کیږي. سړکونه او پلې لارې عامه ملکیتونه دي او هېڅ حکمي او حقیقي شخص حق نلري چې، په بېلابېلو پلمو ترې شخصي ګته پورته کړي. دغه راز د یادې سیمې په بازار کې د صنفي جواز او حفظ الصحې له څرنګوالي هم څارنه وشوه او سرغړونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د خپلو توکو په اېښودلو د لارو او سړکونو د بندېدو او د ګڼه ګوڼې د رامنځته کولو لامل نشي.
د کارته نو په بازار کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو
24 دلو 1403