د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.90 افغانی
1 یورو 75.80 افغانی
1 درهم 19.21 افغانی
1 تومان 0.0005 افغانی
1 کلدار 0.23 افغانی
1 هندی 0.822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

24 دلو 1403

14298.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د اقتصادي ودې او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه، په نادر پښتون واټ کې د نږدې (۳۴) میلیونه ډالرو په لګښت د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې چې د پرانیستې په مراسمو کې يې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معین مولوي محمد خالد سجستاني، یو شمېر نورو امارتي لوړ پوړو چارواکو، ملي سوداګرو او پانګوالو برخه اخیستې وه. د پرانیست غونډې په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل: دغه سوداګریز مارکېټ  چې د عامه او خصوصي مشارکت د کړنلارې له مخې جوړ شوی، د امارت او خصوصي سکټور ترمنځ د کلکې همکارۍ ښکارندويي کوي. د نوموړي په وینا؛ د دې سوداګریز مارکېټ له لارې به د پېر او پلور په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي او سوداګر او پانګوال به وکولای شي خوندي او ډاډمنه پانګونه وکړي. ښاغلي حنفي زیاته کړه، د ا.ا.ا ورته نورې پروژې هم تر لاس لاندې لري چې، په بشپړېدو سره به یې په هېواد کې د یوه لوی اقتصادي بدلون شاهدان و اوسو. خیرخواه سوداګریز مارکېټ چې په (۹۳۶۱) متر مربع ځمکه کې د دوه پوړیزې تکهوۍ په ګډون په (۹) پوړونو کې له نړیوالو معیارونو سره برابر د نږدې (۳) کلونو په موده کې د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق جوړ شوی، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د کابل ښار د اقتصادي ودې په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمن دی. په دې مارکېټ کې د کمپيوټرونو، برښنايي وسایلو او صرافیو لپاره (۱۳۰۰) هټۍ، یو جومات، د(۲۰۰۰) وسایطو لپاره پارکېنګ، (۱۷۰) تشنابونه، د لفت سیسټم، برښنايي زینې، ښاري او لمریزه برښنا، د اور وژنې، امنیتي سیسټم او د وتلو او ننوتلو دروازې په پام کې نیول شوې دي. د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې د چارو ادارې تر مدیریت لاندې د خصوصي سکټور ( ملي سوداګرو ټولنې) له لوري ترسره شوې چې، مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور یې د مالکیت حق لري. ورته مهال متشبیثینو دوی ته د خوندي پانګونې د چاپېریال رامنځته کولو په موخه، له دغې ملي پروژې څخه هرکلی وکړ او د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې چې له امله یې د ښار په بڼه کې مثبت بدلون راغلی، وستایلې. دا په داسې حال کې ده چې، د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه، د ښار په نورو برخو کې هم د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور به مرسته، د یو شمېر نورو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې هم روانې دي چې، تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي