الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو فعالیتونه و ارزول

25 دلو 1403

14301.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځلسمې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه، اود دې ناحیې د مسئولینو کړنې او فعالیتونه یې و ارزول.  کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وويل: د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زيات کار ته اړتيا ده، مسئولین باید په خپلو دندو کې ځنډ او غفلت ونه کړي، ځکه دا د کابل ښاروالۍ مشرتابه او  ښاریانو ته د منلو وړ نه ده. دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړه چې، موږ به د مجازاتو او مکافاتو له اصولو سره سم چلند وکړو، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د ټولو ښاریانو خدمتګار وي، د دې ادارې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، او د ایماندارۍ او صداقت په ګاڼه سمبال وي. همدا شان نوموړي په جدي توګه مسئولینو سپارښتنه وکړه، چې د ښاري نظم د تأمین، د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو په ترسره کولو او د ښاري مدیریت اړوند د یو شمېر نورو مسایلو په برخه کې دې ورسپارل شوي دندې او مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي څو د ښاریانو رضایت ترلاسه شي.   کابل ښاروال په دې وروستیو کې د بېلابېلو ناحیو د مسئولینو فعالیتونه ارزولي دي، چې د دې ادارې د مشرتابه له پرېکړې وروسته به د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي په موخه لازم تصمیمونه ونیول شي.