الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې له ښاري نظم څخه څارنه وشوه

27 دلو 1403

 14312.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د کوټه سنګي او کمپنۍ چوک په بازارونو کې له ښاري نظم  څخه څارنه وشوه.  د یادې ناحیې مرستیال مولوي عبدالحنان ضعیف په دې اړه وویل: د دغو څارنو په لړ کې د کمپنۍ او کوټه سنګي سړک په اوږدو کې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو، په پلو لارو کې د توکو اېښودلو، د ګرځنده پلورونکو فعالیتونو او د لیني موټرو تم ځایونو ته رسېدنه شوې او بدیلو سیمو ته لېږدول شوي دي. دغه راز په هټیو او لویو پلورنځیو کې د توکو له کیفیت او نېټې، په نانوایانو او قصابیو کې د صنفې جواز له شتون، د نرخنامې د تطبیق او د حفظ الصحې له څرنګوالي هم څارنه شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې، ګرځنده پلورونکو ته سپارښتنه شوې ترڅو د خپلو فعالیتونو له امله ګڼه ګوڼه او چاپېریالي ستونزې رامنځته نکړي.