د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.90 افغانی
1 یورو 75.80 افغانی
1 درهم 19.21 افغانی
1 تومان 0.0005 افغانی
1 کلدار 0.23 افغانی
1 هندی 0.822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د دوه ویشت ګونو ناحیو دګذر وکیلانو له رئیسانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

27 دلو 1403

14314.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر یاسر زمرک په ښار کې د سړکونو او پلولارو د غیر قانوني کیندلو د مخنیوي په موخه، د دوه ویشت ګونو ناحیو دګذر وکیلانو له رئیسانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. د غونډې په پیل کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ګذر وکیلانو له پخوانیو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: ګذر وکيل باید د خپلو مکلفيتونو او ټولنيزو مسئوليتونو په پام کې نيولو سره، په هره سيمه کې د کيندنو د ستونزو په اړه کابل ښاروالۍ ته خبر ورکړي، ترڅو ژر تر ژره د دغه ډول سرغړونو مخه ونیول شي. له بده مرغه چې په تېرو کلونو کې له همغږۍ پرته د ښار یو شمېر سړکونه او پلې لارې، د اوبو رسولو، برېښنا، انټرنېټ او داسې نورو شبکو د رامنځته کولو په موخه، په غیر قانوني توګه کیندل شوي چې تر اوسه په ډیر بد حالت پاتې دي. دغه راز ښاغلي یاسر د ګذر له وکیلانو وغوښتل چې د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو په پاکولو او له منځه وړلو کې زیاته مرسته وکړي تر څو د کابل ښار معیاري جوړولو ته زمینه برابره شي. په ورته وخت کې د ګذر وکیلانو رئیسانو د مرستې ژمنه و کړه؛ او د کابل ښاروالۍ د همکارو بنسټونو د ځینو پروژو د ټيټ کيفيت، او په یوشمېر نورو ښاري برخو کې یې خپلې ستونزې شریکې کړې چې، د له منځته وړلو په موخه به یې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا پر وخت رسېدنه وشي