د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 75.80 افغانی
1 درهم 19.21 افغانی
1 تومان 0.0005 افغانی
1 کلدار 0.23 افغانی
1 هندی 0.822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو او ګذر وکیلانو تر منځ مشورتي غونډه تر سره شوه

27 دلو 1403

 14318.jpg (1200 × 675)

د پنځلسمې ناحیې د مسؤلینو او د دې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا تر منځ، له سړکونو، پلولارو او زرغونو سیمو څخه د خنډونو د پاکولو ،د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو، د ودانیز جواز مطابق د ودانیو جوړولو او د هټیو د لوحو د تنظیم په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجینر عبیدالله شیرزاد د ګذر وکیلانو له پخوانیو همکاریو څخه د مننې په ترڅ کې؛ د پورتنیو مسایلو په اړه د کابل ښاروالۍ کړنلاره او مقررات د غونډې له ګډون والو سره شریک کړل او ویې ویل: ګذر وکیلان د ښار په غوره مدیریت کې رغنده رول لوبوي، او اړتیا ده چې د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. وروسته د یادې ناحیې ګذر وکیلانو د کابل ښاروالۍ له ښاري پلانونو او برنامو څخه د خپل ملاتړ د اعلانولو ترڅنګ، د ښاري ژوند د قانون د حاکمیت او پیاوړتیا په برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.