د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکو ته د لمانځه ادا کولو د مناسب ځای د برابرولو په موخه، د یاد ریاست په انګړ کې د یو جومات د جوړولو چارې روانې دي. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې هکله وویل: دغه جومات په (۱۹۵) متر مربع ځمکه او دوو پوړونو کې په اساسي توګه د (۷) میلیونه افغانیو په لګښت د جوړېدو په حال کې دی، چې تر اوسه یې (۹۰) سلنه چارې مخته تللې دي. داچې جوماتونه له اسلامي شعایرو څخه دي، په همدې اساس کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې په خپلو ټولو اداراتو کې د هغوی د اړتیا مطابق په معیار برابر جوماتونه آباد کړي تر څو له دې لارې د مسلمانانو تر منځ د مينې او ورورګلوۍ روحيه لا پياوړې او عبادات په ښه ډول ترسره شي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو چارې روانې دي
28 دلو 1403