الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

۲۷ ټنه بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول

14329.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په  دې وروستیو کې له ښار څخه راټول شوي (۲۷) ټنه بې کیفیته  خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې د ګزک په سیمه کې له منځه یوړل شول. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد په دې هکله وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویت، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، مټر، مرخېړي، د رومي بادنجانو رب، چپس، پاپړ، د څښاک غیر الکولي  او د مینځلو مواد شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندی ساتلوپه موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لوري په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو له نېټې او کیفیت څخه څارنې دوام لري او پلورونکي دې د بې کیفیته او تېروخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او ښاریانو  ته هم پکار ده چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. د یو بل خبر له مخې، د ودانیو (۱۵۰) ټنه بې کیفیته او تېر وخته رنګ هم په یاده سیمه کې له منځه یوړل شو.