الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د زرغونتیا ریاست لپاره د تیلو زېرمې د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

29 دلو 1403

14331.jpg (1820 × 1024)

د زرغونتیا اړوند چارو د چټکتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د اداري ودانۍ په انګړ کې د تیلو یوې زېرمې د جوړولو چارې روانې دي. د یاد ریاست د فني مرستیال سراج الدین پټان په وینا؛ دغه زېرمه په (۳) برخو کې په معیاري توګه د جوړوېدو په حال کې ده چې، تر اوسه یې (۹۰) سلنه چارې مخته تللې دي. نوموړي زیاته کړه: یاده زېرمه چې د (۱۰۰) زره لېترو تیلو د زېرمه کولو وړتیا لري، په هغه کې د خوندیوب او اور وژنې سیستمونه هم په پام کې نیول شوي دي، چې په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا د تېلو په توزیع کې چټکوالی او بله خوا به د یاد ریاست د وسایطو لپاره  آسانتیاوې رامنځته شي.