د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 73.60 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 800 افغانی
1 کلدار 258.58 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي

30 دلو 1403

14337.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې چې، په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته پیل شوې وې؛ (۸۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې شي. دغه مارکېټ د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه، په (۱۶۴۳) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په لرلو سره په (۹) پوړونو کې د جوړېدو په حال کې دی چې، دوه لاندني پوړونه یې د موټرو د پارکینګ او په پورتنیو پوړونو کې یې (۶۷۰) هټۍ په پام کې نیول شوې دي.. دغه راز په یاد مارکېټ کې د لمریزې او ښاري برښنا سربېره، د خوندیتوب مسایل، د اور وژني سیستم، جومات، د سپورټ او نندارتون لپاره ځانګړي ځایونه او د وتلو او ننوتلو دروازې هم په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې، د ښار په نورو برخو کې هم د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق د یو شمېر نورو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې روانې دي چې، په دې کار سره له یوې خوا ښاریانو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې او له بل لوري ته د مارکېټونو جوړېدل د کابل ښار په اقتصادي وده کې ځانګړی ارزښت لري.