الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په يولسمه ناحیه کې ٥،٥ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه

2 حوت 1403

14363.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا د يولسمې ناحیې اړوند د لب جر په سیمه کې، (٥،٥) جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه. د يولسمې ناحیې رئیس ذبيح الله نبي خيل په دې اړه وويل: په تېرو کلونو کې يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو په یاده ځمکه کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی ؤ چې، تر پېژندنې وروسته یې د ویجاړولو په اړه اقدام وشو. ښاغلي نبي خيل زياته کړه،اوس دغه ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده او د پراختیایي پلانونو پلي کولو ته چمتو ده. دغه راز په پام کې ده چې، په راتلونکو ورځو کې به د یادې ناحیې په نورو سیمو کې تر شک لاندې یو شمېر غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځول شي.  کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو ته ژمنه ده او هېڅ فرصت غوښتونکو او قانون ماتوونکو ته به اجازه ورنکړي چې د کابل ښاروالۍ او له نورو امارتي ځمکو څخه شخصي ګټه پورته کړي.