د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د درېیمې ناحیې د مسئولینو له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

4 حوت 1403

14373.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د درېیمې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه، اود دې ناحیې د مسئولینو کړنې او فعالیتونه یې له نږدې و څارل.  کابل ښاروال په خپلو خبرو کې د چارو په چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:«د دندو د کړنلارې مطابق د بېلابېلو څانګو د مسئولینو کړنې او فعایتونه د کابل ښاروالۍ دمشر تابه ترڅارنو لاندې دي، د دندو  په ترسره کولو کې ځنډ او غفلت د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه ده.»  دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړه چې، موږ به د مجازاتو او مکافاتو له اصولو سره سم چلند وکړو، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د ټولو ښاریانو خدمتګار وي، د دې ادارې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، او د ایماندارۍ او صداقت په ګاڼه سمبال وي. همدا شان نوموړي په جدي توګه مسئولینو سپارښتنه وکړه، چې د ښاري نظم د تأمین، د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو په ترسره کولو او د ښاري مدیریت اړوند د یو شمېر نورو مسایلو په برخه کې دې ورسپارل شوي دندې او مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي څو د ښاریانو رضایت ترلاسه شي