الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې له اړوند بازارونو څخه یوه اندازه بې کیفیته توکي راټول شول

14374.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، (۱۸۵۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز (۱۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل را ټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته و لېږدول شول. د یادې ناحیې مرستیال سېد احمدشاه افضلي په دې اړه و ویل: د ښاریانو د روغتیا خوندی ساتلو په موخه، ددې ناحیې د چاپېریالي روغتیا څانګې له خوا له بازارونو څخه څارنې دوام لري.  ښاغلي افضلي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال دې د هغوی نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي او پلورونکي دې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.