د ودانیزو توکو د کیفیت د کنټرول په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړونې د مرستیال دوکتور صدرالدین تاجک او د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري د ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده. په دې مراسمو کې د ودنیزو چارو مرستیال د ټولګټو چارو وزارت له استازو، د پولي تخنیک پوهنتون له استادانو او د کابل ښاروالۍ له باتجربه انجنیرانو مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول ورکشاپونه د انجنیرانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ګټور تمامیږي او په راتلونکې کې به ورته نور ورکشاپونه هم ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې، انجنیران باید له پروژو څخه د څارنې پر مهال صداقت ته پام وکړي او د پروژو د موادو له کمیت او کیفیت څخه باید خبر وي او خپل مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي. په همدې توګه د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: ټول باید خپلې دندې په سمه توګه ادا کړو او څنګه چې، له خپل کور څخه ساتنه کوو له ښار څخه هم باید په هماغه توګه ساتنه وکړو. نوموړي ټینګار وکړ چې، د کابل ښاروالۍ په ځانګړې توګه د سړک جوړونې د برخې انجنیران باید د نننۍ زمانې له اړتیاو، معیارونو او ټکنالوژۍ شاته پاتې نشي. د یادونې وړ ده چې، دا ورکشاپ د پروژو د موادو د کیفیت اروزولو په موخه ترسره شو ترڅو د پروژو د موادو په ګډولو کې عملي او مسلکي معیارونه په پام کې ونیول شي. همدا راز د پروژو د پلي کولو په برخه کې د ښاري سکټور د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ شتون هم د دې ورکشاپ موضوع وه ترڅو د پروژو د پلي کولو پرمهال هیوادنۍ مینه، مسلکي او عملي تجربې په پام کې ونیول شي.
د ودانیزو توکو د کیفیت د کنټرول په اړه روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب پای ته ورسېده
5 حوت 1403