د کتاب لوستلو فرهنګ د دودولو او له ښاري سیمو څخه د غوره ګټه اخیستلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا او د تاج کتاب پلورنځي په مرسته د پُل سرخ په سیمه کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو. د یاد نندارتون د پرانیستنې پر مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاری ولي ګل جواد وویل: کابل ښاروالۍ د کتاب لوستلو فرهنګ له دودولو څخه ملاتړ کوي او ټاکل شوې ده د ښار په نورو عمومي ځایونو او پارکونو کې هم ورته نندارتونونه ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې، په دې کار سره غواړي د کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړی او د ځوانانو علمي کچه لوړه کړي. د کتاب لوستلو په دغه نندارتون کې عقیدتي، فقهي، تاریخي، اقتصادي او د طب اړوند کتابونه نندارې ته وړاندې شوي چې یوه اونۍ به دوام وکړي. د یادونې وړ ده چې، مینوال کولای شي د دې نندارتونو له لارې د مطالعې لپاره په مناسب قیمت خپل د خوښې وړ کتابونه ترلاسه کړي.
په پُل سرخ سیمه کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو
6 حوت 1403