د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څلورمې ناحیې د کارکوونکو کړنې و ارزولې

6 حوت 1403

14391.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید څلورمې ناحیې د کارکوونکو کړنې و ارزولې او د چارو د چټکتیا او ډېر کار کولو په برخه کې یې یو لړ سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال په ډېر کار او هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل: په دنده کې ناغیړي او غفلت د منلو وړ نه دی، د مکافاتو او مجازاتو د اصل له مخې له کارکوونکو سره چلند کیږي او د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د ټولو ښاریانو خادمان وي، له مراجعینو سره باید نیک چلند وکړي. نوموړي د څلورمې ناحیې ټولو کارکوونکو ته لارښونه وکړه چې، د ښاري نظم د ټینګښت، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، له غصب د ځمکو بېرته راګرځولو او د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مثبت بدلون را ولي. د یادونې وړ ده کابل ښاروال تاکید وکړ چې ،د ارزونې په لړ کې هغه کارکوونکي چې خپلې دندې یې په سمه توګه ترسره کړې وې تشویق او چا چې غفلت کړی وي له تادیب سره به مخ شي