الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پاچا او شینه پلونو په جوړښت کې د پخوانیو تخنیکي ستونزو په له منځه وړلو کار روان دی

6 حوت 1403

14398.jpg (1820 × 1024)

د قلعه زمان خان شپېته متره سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د پاچا او شینه پلونه په جوړښت کې چې، په ۱۴۰۰ کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي ؤ، د پخوانیو تخنیکي ستونزو په له منځه وړلو کار روان دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیر رحمن الله رحماني په دې اړه وویل: قراردادي شرکت د یادو پلونو د کیفیت د تضمین په موخه مکلف دی ترڅو شته تخنیکي ستونزې حل کړي او وروسته یې کابل ښاروالۍ ته وسپاري، چې له نیکه مرغه قرادادي شرکت د یادو پلونو د تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو په اړه اقدام کړی دی.  د نهمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند پاچا پُل (۵۸) متره او د دولسمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند شینه پل (۳۹) متره اوږدوالی او هر یو (۳۰) متره سور لري چې، د ښاریانو د تګ راتګ او د ختیځ زون د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.