د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.01 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نېټې او کیفیت څخه څارنه وشوه

14400.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نېټې او کیفیت څخه څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړیني سپارښتنې وشوې. د یادې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي په دې هکله وویل: د دغو څارنو په لړ کې یوه اندازه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. نوموړي زیاته کړه چې، د دې ناحیې له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنه کیږي او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه شوې ده چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي ځکه د ښاریانو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي. دغه راز نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.