الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۶ لمریز کال په پراختیايي پلان کې د پروژو ټاکلو په موخه، دویمه تخنیکي ناسته ترسره شوه

25 عقرب 1405

د ۱۴۰۶ لمریز کال د پراختیايي پلان د چمتو کولو په موخه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د دې ادارې د مرستیالانو، رئیسانو او مسلکي کارپوهانو په ګډون دویمه تخنیکي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ښار د پاتې ناحیو د پراختیايي پروژو د تنظیم او لومړیتوب ټاکلو څرنګوالی تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو او یو شمېر نورې اړینې پروژې هم د راتلونکي کال په پراختیايي پلان کې د شاملولو لپاره وټاکل شوې.
په ناسته کې ښاروال ټینګار وکړ چې، پروژې دې د ښاریانو د واقعي اړتیاوو، متوازنې پراختیا، مالي ظرفیت او شته سرچینو پر بنسټ وټاکل شي، څو د ښار پراختیا او د ښاري خدمتونو د ښه‌ والي زمینه برابره شي.
په تېره ناسته کې د ښار په یو شمېر ناحیو کې لومړیتوب لرونکې پروژې په ډاګه شوې وې او په دې غونډه کې د پاتې ناحیو لپاره د پروژو د ټاکلو بهیر هم دوام وموند.
د ۱۴۰۶ لمریز کال پراختیايي پلان به د روان کال د لېږدېدونکو پروژو د بشپړولو ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې نوي پلانونه هم ولري، چې په هغو کې د سړکونو، پلونو، پلیو‌لارو، کانالونو او پُل‌ګوټو جوړول او بیارغول، د سړکونو روښانول، د پارکونو او زرغونو سیمو جوړول، د ماشینرۍ او تجهیزاتو پېرل او ترمیم او د نویو ښاري پروژو طرحه کول شامل دي.
په پای کې کابل ښاروال د پروژو د طرحو او تدارکاتي پړاوونو پر چټکتیا، د تخنیکي معیارونو پر رعایت، د اغېزناکو او لومړیتوب لرونکو پروژو پر ټاکلو ټینګار وکړ، څو د راتلونکي کال د پراختیايي پلان د پلي کولو بهیر په منظم ډول او د غوره کیفیت له مخې پر مخ یوړل شي.