
کابل ښاروالۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي او چاپېریال ساتنې په موخه، په بېلابېلو ښاري ودانیو او تأسیساتو کې د مرکزي تودوخې او ګرموونکو وسایلو د سیستمونو د ارزونې او پلټنې بهیر چټکوي.
د ښاري اصولو او مقرراتو له مخې، د ټولو لوړپوړیزو ودانیو، استوګنیزو ښارګوټو، سوداګریزو مجتمعونو، هوټلونو، رستورانتونو، حمامونو، سلمانیو، د لامبو د حوضونو او سوناګانو مالکین مکلف دي، چې د خپلو ودانیو د مرکزي تودوخې او ګرموونکو سیستمونو کې د لوګي د تصفیې فلټرونه د چاپېریالي معیارونو مطابق نصب او تنظیم کړي او تل یې فعال وساتي.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریال روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست به په منظم ډول د لوګي د تصفیې فلټرونو د نصب، سم تنظیم او فعال پاتې کېدو وضعیت ارزوي او پلټنه یې کوي. که یاد تکي په پام کې ونه نیول شي؛ له سرغړوونکو او د تأسیساتو له مسؤلینو سره به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.
د کابل ښار له ټولو درنو ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د خپلو چاپېریالي مسؤلیتونو په ترسره کولو سره د هوا د ککړتیا په مخنیوي او کمولو او د پاکې هوا په برابرولو کې همکاري وکړي. همدا راز له ټولو غوښتنه کېږي چې د لوګي تولیدوونکو، ککړوونکو او غیرمعیاري سونتوکو له کارولو او سوځولو ډډه وکړي او د چاپېریال ساتنې او عامې روغتیا په خوندي کولو کې فعاله ونډه واخلي.
د کابل ښاروالۍ خبرتیا؛ په ودانیو او سوداګریزو مرکزونو کې د لګوي د تصفیې فلټرونو نصب او فعال ساتل اړین دي
23 عقرب 1405


