
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د قراردادي شرکتونو له استازو سره په یوه غونډه کې د ښاري پتې موندنې پروژو پر وخت او معیاري پلي کېدو ټینګار وکړ او له شرکتونو یې وغوښتل چې، د دغو پروژو په عملي کولو کې له ځنډ اوغفلت څخه ډډه وکړي.
نوموړي وویل چې، د ښاریانو لپاره د ښاري پته موندنې برنامه د دې لپاره په بېلابېلو ناحیو کې پلي کېږي چې، ښاریان په آسانۍ سره پتې ومومي. په دې برنامه کې په کوڅو او سړکونو کې د پتې موندنې د لوحو نصب او په عمومي لارو کې د معلوماتي او لارښوودو لوحو لګول شامل دي.
تر دې مهاله د لومړۍ، دویمې، درېیمې، څلورمې، پنځمې، لسمې او دولسمې ناحیو په کوڅو او سړکونو کې د لوحو د نصبولوچارې بشپړېشوې او دغه لړۍ اوس مهال په شپږمې، اتمې، یوولسمې، دیارلسمې، پنځلسمې، شپاړسمې او اوولسمې ناحیو کې روانه ده.
همدارنګه، د ښار په ۱۲ بېلابېلو ناحیو کې ۷۹ معلوماتي او لارښوودې لوحې نصب شوې دي او ټاکل شوې چې، په ۷۵ نورو ځایونو کې معلوماتي لوحې او همدارنګه ۱۸۵ د سړک غاړې لارښوودې تختې په بېلابېلو مسیرونو کې نصب شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د طرحې له مخې، د دې برنامې په پلي کېدو سره به د کورونو، کوڅو او عامه ځایونو لپاره ډیجیټلي پتې جوړې او له ګوګل مپس (Google Maps)، کیو آر کوډ (QR Code) او پلس کوډ (Plus Code) سره نښلول کېږي، چې په دې سره به د ځایونو دقیق او چټک موندل اسانه شي.
د دې برنامې پلي کېدل د ښاري مدیریت په ښه والي، د بېړنیو خدمتونو په چټکتیا، د توکو د لېږد په آسانتیا او د وخت او لګښتونو په کمښت کې اغېزناک رول لري او د کابل د هوښیار ښارجوړولو پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.
د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري پتې (آدرس) موندنې برنامې په معیاري پلي کېدو ټینګار وشو
21 عقرب 1405


