د پنځمې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یوه اندازه کثافات راټول او له بند لښتيو څخه خټې پاک شوې. د پنځمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر قاري حکمت الله حقمل په تنظیفي حشر کې له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: د ښاري سیمو پاک ساتل د ټولو ملي او دیني دنده ده او له ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته د سیمو د پاک ساتلو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د حشر یو شمېر ګډونوالو وویل: د ښار پاک ساتل یوازې د کابل ښاروالۍ د نارنجي اغوستونکو دنده نه ده، بلکې په دې برخه کې ټول ګډ مسئولیت لرو.