الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون ناسته ترسره شوه

7 حوت 1403

14409.jpg (1820 × 1024)

د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت، د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د ۴۵مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په بازارونو کې په لوړ قیمت د توکو د پلورلو د مخنیوي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتو په څرنګوالي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیو د بدلون په اړه بحث او خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې، مسئولین باید په دوامداره توګه د نرخونو له څرنګوالي څارنه وکړي ترڅو ښاریان وکولای شي په مناسب قیمت او ښه کیفیت د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي د کابل ښار او بازارونو څخه ترلاسه کړي . دغه کمیسیون د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو، د استخباراتو ریاست، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، کسبګرو، هټیوالو، د نفت او ګازو امارتي شرکت، ستندرد ادارې او د اصنافو له استازو جوړ دی، چې د بازارونو وضعیت ته په کتو نوې نرخنامه جوړوي چې بیا وروسته نشر ته سپارل کېږي او تر خلکو رسېږي.