د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته- دارالامان سړک په اوږدو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته رسېدنه وشوه

8 حوت 1403

14413.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري د شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته- دارالامان سړک په اوږدو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته رسېدونه وشوه. د تنظیف ریاست د کانالونو د آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په وینا؛ د یاد ریاست پرسونل او ماشینري هڅه کوي ترڅو په یاده او د ښار په نورو زیانمنونکو سیمو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته په وخت رسېدنه وکړي. د نوموړي په وینا وروستي اورښتونه د پُل سوخته – دارالامان سړک په اوږدو کې د لښتیو بندېدو او تخنیکي ستونزو را ولاړېدو سب ګرځېدلي دي او تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به په دې سیمه کې د اوبو د ډنډ کېدو ستونزو په اساسي توګه حل شي. له وخت نه په ګټه اخیستلو او ستونزې ته د ژر رسېدو په موخه تنظیف ریاست سیمې ته واټر پمپ لېږدولی ترڅو بند لښتي پاک کړي.