د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د هوا ککړتیا د تېر کال په پرتله تر ډیره کمه شوې ده

11 حوت 1403

14429.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو څانګو  کارکوونکو د هڅو له امله، د استوګنې او سوداګریزو مرکزونو د مرکزګرمۍ په سیستم کې د لوګي د تصفیې فلټر نصب او فعالول؛ په بېلابېلو ناحیو کې له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي د غونډو ترسره کول او د ښاریانو په مرسته،  اوس په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د تېر کال په پرتله تر ډیره کمه شوې ده. د دوو کاري شفتونو (شپه او ورځ)  له لارې د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست د کارکوونکو له خوا په  دوامداره توګه څارنه، د اړوندو ادارو تر منځ همغږي او په ښاري مدیریت کې د ښاریانو ښکیلتیا، په ځانګړې توګه د هوا د ککړتیا د کمولو په برخه کې، لکه د بې کیفیته ډبرو سکرو کم کارول، د پلاستيک، چرمی توکو، د موټرو د ټایرونو او نورو بې کیفیته سون توکو له سوځولو څخه ډډه کول، د هوا د ککړتیا په کمښت کې ګټور تمام شوي دي. د هوا او چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په موخه، موږ ټول ګډ مسئولیت لرو او په دې برخه کې باید تل خپله ملي او اخلاقي دنده ترسره کړو.