الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

11 حوت 1403

14431.jpg (1820 × 1024)

د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت، د اړوندو مسئولینو له خوا د لسمې ناحیې د بیلابیلو سیمو په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره لازمې سپارښتنې وشوې. د لسمې ناحيې د رئیس مولوي نورالوهاب نوري په وينا، د خوراکي توکو په پلورنځيو، سوپر مارکيټونو او قصابیانو کې د اړتیا وړ توکو له پلورلو څخه څارنه وشوه، هغه پلورونکي چې، د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق یې عمل کړی ؤ وهڅول شول، او هغه کسانو ته چې سرغړونې یې درلودې، لازمې سپارښتنې وشوې. نوموړي زیاته کړه، د څارنې په بهیر کې فعالیت کوونکو ته ټینګار وشو چې، د چاپېریال پاکوالي، د صنفي جواز درلودولو، او د توکو  نیټې او کیفیت ته پام وکړي. ښاغلي نوري له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، له نرخنامې څخه د ګټې اخیستنې د فرهنګ د دودولو په برخه کې دې له مسئولینو سره مرسته وکړي، او ټولو هټیوالو ته له وړاندې خبرداری ورکړل شوی، چې نرخنامه په لید وړ ځای کې نصب کړي.