د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل پوهنتون زده کړیالانو ته د ځنګلي ژوند په اړه علمي ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

11 حوت 1403

14435.jpg (1820 × 1024)

د ځنګلي ژوند په اړه لس ورځنی علمي ورکشاپ چې، د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي زده کړیالانو ته په کابل ژوبڼ کې جوړ شوی ؤ، د سندونو په ویشلو سره پای ته ورسېد. د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب په دې تړاو وویل: د کابل ژوبڼ په هېواد کې یو له زړه راښکونکو علمي، څېړنیزو او تفریحي بنسټونو څخه دی، چې هېوادوالو ته یې د لیدنې ترڅنګ، د وړکتون ماشومانو، د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو او د بېلابېلو پوهنتونونو زده کړیالانو  ته د لیدنې، علمي سیر او څېړنیزو موضوعاتو زمینه برابره کړې ده. ښاغلي ثاقب زیاته کړه، ددغه ورکشاپ ګډونوالو ته د کابل ژوبڼ د وترنری آمریت له خوا د حیواناتو، مرغانو، حشراتو او کبانو د ژوند څرنګوالي او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول. دغه راز د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي مرستیال پوهاند اسدالله حامد د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: ځنګلي ژوند د بيولوژيکي چاپېريال يوه برخه ده چې، ژوندي موجودات په کې ژوند کوي او د چاپېريال د ثبات د دوام لامل کېږي. نوموړي د کابل ژوبڼ له مسئولینو څخه چې، د زده کړیالانو د علمي او عملي مهارتونو د لوړولو په موخه یې د دغه ورکشاپ په جوړولو کې مرسته کړې مننه وکړه، او ويې ویل چې د دا ډول ورکشاپونو جوړول ځانګړی اهمیت لري.